BBC News, پښتو - کور پاڼه

  • افغانستان کې د ګوزڼ واکسین سراسري کمپاین؛ طالبانو یې ملاتړ وکړ

    د افغانستان د دولت او ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) لخوا په دغه ترسره کېدونکي پنځه ورځني کمپاین کې به نږدې ۱۰ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر ۵ کلونو ټیټ وي، واکسین شي. دا روان کال افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو لومړنی سراسري کمپاین دی.

  • ایا امریکا کې د ملېشه ډلو فعالیت په ډېرېدو دی؟

    شنونکي وايي د امریکا متحدو ایالتونو کې پر کانګرس د چپاو وړونکې ډلې په څېر د توندلارو ښي اړخو خطر جدي او پراخېدونکی دی. د سیاسي تاوتریخوالي د څرک لګوونکي ګروپ موندنې ښيي، چې د نومبر ولسمشریزو ټاکنو کې د جو بایډن تر بریا وروسته لاریونونو او اعتراضونو کې د وسله والو ډلو ګډون د پام وړ ډېر شوی دی.

  • اووه وروڼه او د هغوی زمري؛ د لیبیا پر یوه ښار د ترهې واکمني

    د عذاب په شان نازل شوي وو. د لیبیا یو کوچنی ښار د تېر کال تر اوړي د الکاني وروڼو بېرحمه منګولو کې و. هغوي د واک چلولو لپاره بې حسابه ښځې، سړي او ماشومان ووژل. د هغوي له جرمونو اوس کرار کرار پرته پورته کېږي. له اوو میاشتو راهیسې ځینې کارکوونکي چې سپینې کیمیاوي حفاظتي جامې یې پر تن دي د لیبیا د پلازمېنې ترابلس ختیځ ته نږدې پروت کوچني کرنیز ښار ترهونا ته راځي.

  • له کنګل جوړ عبادتځي او پلونه

    پر چین د کورونا وبا له کبله د محدودیتونو په لړ کې، په دې هېواد کې کورنی سیاحت ډېر شوی دی.

  • د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشره ثنا اعجاز له بلوچستان و اېستل شوه

    د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشره ثنا اعجاز وايي، د بلوچستان او پښتونخوا سرحدي ښار ژوب کې تر نیول کېدو وروسته پښتونخوا کې پرېښودل شوه.

  • ویډیو, "کلي کې له بهرنۍ نړۍ هېڅ خبره نه وم", موده 3,55

    په افغانستان کې د موسیقۍ په غوړېدا اوس ګڼې نجونې هم موسیقۍ زدکوي. شپاړس کلنه وجیهه کوهستاني وايي، له تېرو شپږو کلونو راهیسې د موسیقۍ ښوونځی کې زدکړې کوي. دا وايي کله چې شپږ کلنه او په کلي کې اوسېده، له بهرنۍ نړۍ هېڅ خبره نه وه او دې ځای ته رسېدل د ژوند بېل پړاو ګڼي.

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږو بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

طالبان امرالله صالح ته: که بندیان اعدامېږي موږ هم بدیلې لارې لرو

وسلوال طالبان د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د څرګندونو غبرګون کې وايي، که د دې ډلې بندیان اعدام شي دوی هم بدیلې لارې لري. د طالبانو غبرګون له هغه وروسته دی چې امرالله صالح وویل ښارونو کې ترور ځکه ډېرېږي چې طالب بندیان فکر کوي، په هر حالت بښل کېږي او د خپلو چارو سزا نه ویني.

د نقیب الله مسید دریم تلین؛ پښتون ژغورنې غورځنګ پر کومه خوا روان دی؟

د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ پر ۱۳ د سیند په مرکز کراچۍ کې سهار "له پولیسو سره جعلي مقابله" کې د سوېلي وزیرستان د څلورو ځوانانو وژل کېدو خبره وشوه. په وژل شویو کې یو نقیب الله مسید و چې د ځايي پولیسو د مشر راو انوار په خبره، دغه ځوان او نور ملګري یې د پاکستان طالبانو غورځنګ، جنګوي لښکر او داعش په څېر ترهګرو ډلو مرستندوی وو.

جو بایډن د واک پر لومړۍ ورځ د مسلمانو هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز لغوه کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل کار پر لومړۍ ورځ هغه اجراییوي فرمان لاسلیکوي چې له مخې به یې تر ډېره د مسلمانو هېوادونو پر وګړو امریکا ته د ډونلډ ټرمپ له خوا د سفر کولو لګول شوی بندیز لغوه کړي. په پام کې ده چې جو بایډن د چارشنبې په ورځ (جنوري ۲۰مه) د ولسمشرۍ لوړه وکړي.

ویډیو, ایرن کروچ کونګ فو: د چین تر ټولو دردوونکی تمرین, موده 1,30

'ایرن کروچ' کونګ فو دقیقاً هغه څه دي لکه په اړه یې چې ویل شوي: چین کې له ځان د دفاع یو هنر دی، چې د بدن د درد د مقاومت تر ټولو حساسه برخه ده. خو له پېړیو راهیسې ددغه دودیز تمرین لپاره د نویو زدکوونکو راجذبول اسانه کار نه دی.

ویډیو, کورونا وېروس: کوویډ د اقلیم د کړکېچ لپاره څه کړي؟, موده 2,35

کله چې د کوویډ-۱۹ له امله په ټوله نړۍ کې محدودیتونه ولګول شول، د هغو ګلخانه‌يي ګازونو له ډلې چې د اقلیم په بدلون کې رول لري، یو یې چې کاربون ډای‌اکساید‎ډ دی، راکم شو، خو د کموالي دغه ریکارډ د ۲۰۲۰ کال د وبا لنډ مهاله اغیزه ده او که "یو نوی نورمال حالت"؟

د نړۍ د تر ټولو شتمن سړي د بري ۶ ټکي

ایلن ماسک څو ورځې مخکې د امازون له بنسټګر جېف بیزوس مخته کېدو سره د نړۍ تر ټولو شتمن سړی شو.

  • وټس اپ ولې د نویو شرطونو تازه کولو مهال وځنډاوه؟

    وټس اپ د نویو شرطونو هغه ضرب الاجل غځولی دی چې له مخې به یې د وټس اپ کابو یو میلیارد کارن د شرطونو منلو یا ردولو ته اړایستل کېږي. وټس اپ د نویو شرطونو لپاره د فبرورۍ ۸مه ضرب الاجل ټاکلی و، خو وټس اپ کاروونکي اوس د مې تر ۱۵مې د یوې مناسبې پرېکړې کولو واک لري.

  • داسې پسورډ چې ۲۴۰ میلیون ډالر ارزښت لري، خو هېر شوی

    سن فرانسیسکو کې جرمن پروګرامر سټېفن توماس بس دوه ځلې وخت لري چې سم پاسورډ ورکړي او ۲۴۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي. هغه لس کاله مخکې د پسورډونو کارولو څرنګوالي په هکله روزنیزه ویډیو جوړه کړه او ۷۰۰۲ بیټ کوین جایزه ورکړل شوه.

افغانستان د مولانا د پلار خانقاه او ابو ریحان ته منسوب زیارت بیا رغوي

د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، په پام کې لري چې په بلخ ولایت کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار بهاوالدین ولد خانقاه او دغه راز په غزني کې د ابوریحان البیروني مزار بېرته ورغوي.

ځانګړې پاڼه: د افغان سولې بهير

دا پاڼه افغان سولې ته ځانګړې شوې ده. د بي بي سي پښتو په دې پاڼه کې له طالبانو سره د سولې په اړه شننې، ګڼ ځانګړې مطالب او خبرونه موندلی شئ.

  • خبر و نظر, ۱۶:۳۰, ۱۸ جنوري ۲۰۲۱

    برنامه نویسی از سرویس بی بی سی فارسی

  • ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۱۸ جنوري ۲۰۲۱

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • بل لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۲:۰۰, ۱۹ جنوري ۲۰۲۱

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • راديويي څپې

    واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30

    خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.

    د راډیو لپاره ښه غږ څه ډول وي؟

    ولې د ځینوراډیويي او ټلویزیوني نطاقانو یا ویاندانو غږ د خلکو خوښېږي او د ځینو نورو يې بد ایسي؟ په راډیو یا ټلویزیون کې ستاسو غږ څنګه کیدای شي په زړه پورې وي؟ د بي بي سي اکاډیمي یوه مسئوله مدیره کیتي لوګن په دې اړه هغو کارپوهانو اوروزونکو سره خبرې کوي چې په کلونو کلونو يې زیات شمېر خلک روزلي چې د مایکروفون په وړاندې څنکه ښه وغږېږي.